نورستان کې د ۲۳ کیلو واټو په ظرفیت کوچني برېښنا کوټ جوړشو

کابل، د لېندۍ ۲۴ مه، باختر
د نورستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د یاد ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د ۲۳ کیلو واټو په ظرفیت د برېښنا کوټ د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د نورستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي احسان الله احمد باخترآژانس ته ویلي، چې د یاد ولایت د برګمټال ولسوالۍ په اولګل کلي کې د یاد ریاست او د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ کیلو واټو په ظرفیت کوچنی برېښنا کوټ جوړ شوی دی.
د یادونې وړ ده، د یاد کلي خلکو مخکې برېښنا نه درلود او اوس د برېښنا کوټ په جوړېدو سره ۵۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته