نورستان کې د ۱۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د لیندۍ ۱۵مه، باختر
د نورستان د کانتیوا ولسوالۍ په چمن کلي کې د ۱۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې د دغه ولایت د والي قاري زین العابدین عابد او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پیل شوي.
په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې د نورستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي احسان الله احمد ویلي، چې دغه سړک د ۱۰ کیلو مترو په اوږدوالي او ۵ متره سور سره د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۴میلیونه افغانيو په لګښت د څلور میاشتو په موده کې جوړېږي.
په ورته وخت کې د نورستان والي، قاري زین العابدین عابد، د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې هڅه کوي په نورستان کې د متوازن پرمختګ لپاره نورې داسې پروژې هم پلې کړي او د ولس ستونزو ته اساسي حل لارې ولټوي.
د سیمې اوسېدونکو د سړک د رغونې د کار هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې په دغه سیمه کې د سړک د نشتون له امله دوی له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو د دې پروژې په بشپړېدو سره به د تګ راتګ په برخه کې ورته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
د مسوولینو په وینا، په دغه پروژه کې د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته