نورستان کې د ۱۰ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۸ مه، باختر
د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ مصوې دره کې د ۱۰ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوي احسان الله احمد باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په موصوې دره کې د خوړو نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ د ۱۰ کیلومتره په اوږدوالي او ۶ متره په سور سره د یوه سړک د بیارغولو چارې پیل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد سړک د جوړېدو چارې به د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې او د سیمې ۴ سوه تنو ته په کې د کار زمینه هم برابره شي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یاد سړک د جوړولو له چارو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې په دغه سیمه کې د سړک د نشتون له امله دوی له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو د دغه سړک په بیارغولو سره به د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.