نورستان کې د څه باندې ۱۳ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

کابل د لېندۍ ۲۸مه، باختر
د نورستان ولایت په وایګل ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۳ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په وایګل ولسوالۍ کې د خوړو نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ د ۱۳۶۲۰ متره په اوږدوالي او شپږ متره په سور د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د یاد سړک د جوړېدو چارې به د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او د سیمې ۵۵۰ تنو ته په کې د کار زمینه هم برابره شي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یاد سړک په جوړېدو خوښي ښودلې او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته