خبرونهاقتصادټولنه

نورستان کې د پارون برېښناکوټ کانال د بیا رغونې چارې پیل شوې

کابل، د غبرګولي ۱ مه، باختر

د نورستان د برېښنا کوټ امریت له لوري د پارون برېښناکوټ د ساتنې او استحکام په موخه د کانال د بیا رغونې او استنادي دېوال د جوړونې چارې د ۸،۴ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

د یاد ولایت د برېښنا آمریت یو مسوول انجنیر پوهان حسني د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د سیند له اوبو څخه د برېښنا کوټ د خوندي کولو لپاره د ۹۰ مترو په اوږدوالي او ۳،۷۰ مترو په لوړوالي د ۸،۴ میلیونو افغانیو په لګښت د یو استنادي دېوال او کانال د جوړولو چارې پیل شوي، چې په ۴ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

 نوموړي زیاته کړه، یاد برېښناکوټ اوس د یو میګاواټ برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې د دولتي ادارو سربېره یې د پارون بازار نږدې کورنۍ هم ۲۴ ساعته له برېښنا څخه برخمنې کوي.

د یادونې وړ ده، چې د برېښنا مزي به نورو کلیو ته هم وغځول شي، چې په دې سره به ۱۲ سوه کورنۍ له برېښنا برخمنې او ورسره به عواید دوه برابره نور هم لوړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته