نورستان کې د ملي پارک تر عنوان لاندې کلنۍ مشاعره تر سره شوه

کابل د زمري ۱۳ مه، باختر

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ملي پارک تر عنوان لاندې د کلنۍ مشاعرې د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د یاد ولایت په مرکز پارون کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو د ملي پارک تر عنوان لاندې کلنۍ مشاعره ترسره شوه، چې په کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو او سلګونه  سیمه ییزو مسوولینو  مشرانو شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو ګډون کړی و.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس سمیع الحق بیان، دا ډول مشاعرې د شعر او ادب مینه والو لپاره غوره بللي او ویلي یې دي چې هڅه کوي هر کال دا ډول مشاعرې جوړې کړي.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند قاري خبیب غفران وویل، چې د شعر له لارې فکري رغونه تر سره کېږي او شاعران مسوولیت لري، چې د شعر له لارې مینه خپره کړي او یووالي ته کار وکړي، چې په همدې موخه په ځینو ولایتونو کې دا ډول مشاعرې ترسره کېږي.

په یاده مشاعره کې د نورستان مرستيال والي مولوي فیصل مختار وويل، چې لیکوالان او شاعران باید د ټولني د لاپرمختګ او هوساينې له پاره د خپلي ژبي او قلم څخه ګټه پورته کړي، تر څو د ټولني اصلاح سبب وګرځي او د ټولنې څخه مو د نورو بد بختیو او ناخوالو ټغر ټول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته