خبرونهټولنه

نورستان کې دوه روزنتونونه پرانيستل شول

کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر

د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د ۲۰۰ کم عمره او بې سرپرسته ماشومانو لپاره دوه روزنتونونه جوړ او پرانیستل شول.

د یاد ولایت د کار او ټولنيزو چارو رییس مولوي اسلام شاه ضرغام  د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا د نورستان په مرکز پارون کې د ۲۰۰ کم عمره او بې سرپرسته ماشومانو لپاره دوه روزنتونونه جوړ او پرانیستل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې یادو ماشومانو ته به د دیني علومو ترڅنګ عصري زده کړې هم ورکړل شي.

په ورته وخت کې د یاد ریاست ټولنیزو چارو آمر عبدالجلیل شریف وایي چې د سروې او احصايې له مخې په نورستان ولایت کې ۱۱۷۶ یتیمان او بې سرپرسته ماشومان شتون لري، چې له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان و، چې اوس ورته د پالنې او روزنې زمینه برابره شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې په راتلونکي کې به په درېیو لرې پرتو ولسواليو کې هم ورته روزنیز مرکزونه پرانیستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته