۱۰۰ ورځې

نورستانى: د انتخاباتو لوژيستيکي توکي ډير ژر ولسواليوته ليږدول کيږي

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٤
دانتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس نن په يوه خبري غونډه کې وويل: لوژيستيکي توکي د زياتو ولايتونو مرکزونو ته ليږدول شوي دي او ډير ژر به ولسواليو ته وليږدول شي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې خبري غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس احمد يوسف نورستاني زياته کړه چې د هيواد په ګڼ ميشتو سيموکې د رايې ورکوونکو د اسانتيا لپاره د رايې ورکولو درې زره پنځه سوه محلونه زيات شوي دي.
نورستاني يوځل بيا د جمهوري رياست له نوماندانوڅخه وغوښتل چې دانتخاباتي مبارزو په بهيرکې خپل پروګرامونه او هدفونه خلکو ته وړاندې کړي او دانتخاباتو قانون، انتخاباتي اصول خلکو ته وړاندې کړي او د انتخاباتو قانون، انتخاباتي اصول او طرز العملونه چې دوى ته بيان شوي دي؛ رعايت کړي.
ده زياته کړه: نوماندان دې يو او بل ته له سپکاوي څخه ډډه وکړي او بايد دخلکو قومي او ژبني احساسات را ونه پاروي.
نورستاني وويل: د جمهوري رياست د انتخاباتو په لومړۍ دوره کې درې سوه زره کتوونکو ته د څارنې کارټونه ورکړ شوى و چې په سلوکې ديرش يې ګډون کړى و او په همدې مقصد د جمهوري رياست د انتخاباتو په دويمه دوره کې د نوماندانو کتوونکو ته د څارنې شپيته زره کارټونه ورکړ شوي دي .
ټاکل شوې ده د جمهوري رياست د انتخاباتو دويمه دوره د روان کال دغبرګولي د مياشتى په ٢٤ مه نيټه ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته