نورستان؛ کامدېش ولسوالۍ کې د دېرش کيلو متره سړک د رغولو چارې پيل شوې

کابل، د لړم ۲۴ مه، باختر 

د نورستان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د ۳۰ کیلو متره سړک د رغولو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي احسان الله احمد د باخترآژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت د کامدېش ولسوالۍ چنار خوړ سيمه کې د دېرش کيلو متره سړک د جوړولو چارې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ پیل شوي چې د یوه کال په موده کې به جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. 

د یادونې وړ ده چې د یاد سړک په جوړېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته