نورستان؛ په کانیتوا ولسوالۍ کې د جلغوزیو له حاصلاتو څخه څه باندې يو ميليون افغانۍ عواید راټول کړل شوي

کابل د مرغومي ۲۶مه، باختر
د نورستان ولایت په کانتیوا ولسوالۍ کې سږ کال د جلغوزیو له حاصلاتو څخه څه باندې یو میلیون افغانۍ عواید راټول کړل شوي دي.
د کانتیوا ولسوال مولوي محمد یوسف سیاف باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په کانتیوا ولسوالۍ کې د جلغوزو له حاصلاتو څخه یو میلیون ۲۰۹ زره ۷۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې جلغوزي د افغانستان د غوره محصولاتو څخه دي، چې نه یوازې په کورني بازار کې ډېر شهرت لري؛ بلکې له هېواد څخه بهر په نورو هېوادونو کې هم په ګرانه بیه پلورل کېږي.