نورستان؛ د ۱.۳۸ میلیارد افغانیو په لګښت بېلابېلې پراختیایي پروژې پلې شوي

کابل د مرغومي ۱۱مه، باختر
د نورستان ولایت ځایي چارواکې وایي، چې په دغه ولایت کې سږ کال د اسلامي امارت له لوري د ۶۸۰ میلیونه افغانیو او د موسسو له لوري د ۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت بېلابېلې پراختیايي پروژې پلې شوې دي.
د نورستان والي قاري ذين العابدين عابد باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د اسلامې امارت له لوري د ۶۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت او د بېلابېلو موسسو له لوري د ۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوي، چې په کې د لویو او فرعي سړکونو بیارغول، د برېښنا، روغتیا، کرنې او پوهنې ریاستونو اړوند پروژې شاملې دي.
ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د دغه ولایت له چارواکو خوښي ښودلې، چې په دغه ولایت کې یې بېلابېلې پروژې پلي کړي، چې ورسره د دوي په ژوند کې هم مثبت بدلون راغلی او ځوانانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.