نورستان؛ د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۶ کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه

کابل، د مرغومي ۱۶ مه، باختر
د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په ګوردېش کلي کې د سید محمد او عبدالله کورنیو ترمنځ د ۲۶ کلونو اوږده دښمني د ځایي علماوو، قومي مشرانو او امنیتي مسؤولینو په منځګړیتوب او د سیمه ییزو چارواکو په همکارۍ په بریالیتوب پای ته ورسېده.
یاده دښمني چې د دواړو کورنیو ترمنځ د سر او مال زیانونه رامنځته کړي وو، د ځایي علماوو او قومي مشرانو په نه ستړي کېدونکو هڅو او د اسلامي امارت د مسؤلینو په ملاتړ سره هواره شوه.
د ښکېلو کورنیو غړو په دې مناسبت خوښي وښوده او له ټولو منځګړو اړخونو څخه یې مننه وکړه چې د دوی د شخړې په هواري کې یې بې پرې او عادلانه پرېکړه وکړه.
دوی زیاته کړه چې د اسلامي امارت دا ډول هڅې د خپلمنځي شخړو په هوارولو کې بې ساري دي او وړاندې له دې د هېواد په نورو برخو کې یې هم ورته دښمنۍ ختمې کړي دي.
د ځایي چارواکو په وینا، دا ډول روغې جوړې به په ټولنه کې د سولې، ورورولۍ او ګډ ژوند فضا پیاوړې کړي.
ځايي مسؤلینو ژمنه وکړه چې د نورستان په نورو سیمو کې به هم د شخړو د هوارولو لپاره هڅې جاري وساتي ترڅو ټولنه له بدبختیو او دښمنیو پاکه شي.