نورستان؛ د خلکو له خوا ۵ جریبه ځمکه روغتون ورکړل شوه
کابل، د لېندۍ ۱۷ مه، باختر
د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په کانتیوا ولسوالۍ کې د خلکو له خوا ۵ جریبه شخصي ځمکه دولتي روغتون ته ورکړل شوې ده.
د نورستان والي قاري زين العابدين عابد د سیمې له خلکو مننه کړې چې د دولت سره اوږه پر اوږه ولاړ دي او دغه اقدام یې د ولسونو لپاره ستره قرباني ياده کړه.
د يادونې وړ ده چې د نورستان والي او د عامې روغتیا رياست په هلوځلو د دې ولايت د ولسواليو لپاره روغتيايي مرکزونه منظور شوي چې د ځمکې تر مشخصولو وروسته به پرې عملاً د جوړېدو چارې پيل شي.
د یادونې وړ ده چې کانتیوا د نورستان له لرې پرتو ولسوالیو څخه ده او په تېرې ادارې کې ورته هېڅ کار نه دی شوي، خلک د روغتايي مرکزونو جوړولو ته خوښ دي او په دې سره به یې روغتايي ستونزې حل شي.