نورستان؛ ترافیکي پېښه کې څلور تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د مرغومي ۲۲مه، باختر

د نورستان ولایت امنیتي مسوولین وايي، چې د کامدیش ولسوالۍ اړوند کامدیش کلي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ٤ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام رحمان حیدري وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ډاتسن ډوله موټر له سړک څخه واوښت او لاندې کندې ته ولوېد.

د نوموړي په وينا، د دې پېښې په پایله کې دوه ښځې ځای پر ځای وژل شوې او دوه تنه ټپیان شوي دي.
ټپیان د درملنې لپاره هغوی د کامدیش روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.
د ځايي مسوولینو چې د نورستان ولایت خراب سړکونه د دې ډول ترافیکي پېښو یوه له اساسي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته