نواز شریف خپل ورور شهباز شریف د لومړي وزیر څوکۍ ته نومولی
نړۍ, د سلواغې ۲۶ مه, بهرنۍ رسنۍ
د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند ویاندې مریم اورنګزېب پرون چهار شنبې په خپله اېکس پاڼه(پخوانی ټوېټر) لیکلي، چې د دغه ګوند مشر نواز شریف خپل ورور شهباز شریف، چې په ٢٠٢٢ زیږدیز کال کې له واک څخه د عمران خان تر ګوښه کولو وروسته د یو کال لپاره د پاکستان لومړی وزیر وه، بیا ځلې دغې څوکۍ لپاره نومولی دی.
مسلم لیګ نواز ګوند دغه پرېکړه د پاکستان د خلکو ګوند او نورو ځینو ګوندونو سره تر اﺉتلاف وروسته کړې ده.
د عمران خان تحریک انصاف ګوند له ملاتړ څخه برخمنو بریالیو نوماندانو بیا ویلي، چې هېڅکله به له نوازشریف سره ګډ حکومت جوړ نکړي.