نواز شریف او بلاول بوټو ائتلافي حکومت جوړوي
نړۍ، د سلواغې ۲۴ مه، بهرنۍ رسنۍ
وروسته ترهغې چې د پاکستان د تېرې پنجشنبې په ورځ ټاکنو یو سیاسي ګوند هم د لومړي وزیر د څوکۍ ګتلو لپاره غوڅ اکثریت رایې ترلاسه نه کړې، اوس د دې هڅې روانې دي، چې دغه هېواد کې ائتلافي حکومت رامنځته شي.
د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ګوند او د بلاول بوټو په مشرۍ د پاکستان د خلکو ګوند، چې دغو ټاکنو کې د مستقلو ګوندونو په توګه دغو ټاکنو کې یې لومړی او دویم ځایونه خپل کړي، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د ګډ ائتلافي حکومت د رامنځته کولو پر سر هوکړې ته نږدې شوي دي.
د عمران خان تحریک انصاف ګوند؛ چې دغو ټاکنو کې یې رسمي ځای نه درلود، خو د ګوند له ملاتړ څخه برخمنو نوماندانو یې په ټول پاکستان کې تر ټولو ګوندونو ډېرې ۹۲ څوکۍ ترلاسه کړې دي، وایي، چې ټاکنو کې درغلي شوې او د دغه ګوند له ملاتړ څخه د برخمنو نوماندانو حق بې ځایه شوی دی.
د دغه ګوند پلویانو له وړمې ورځې راهیسې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې په لاریونونو لاس پورې کړی او دغه راز یې په ستره محکمه کې په دې اړه قضیه هم ثبت کړې ده.