امنیت

نه راجستر شوى سيمکارتونه ونيول شول .

کابل باختر دمرغومې دمياشتې ١
څه  د پاسه يو زرو اووه  سوه  غيرقانوني سيمکارتونه  په تيره  يوه اوونۍ کې په بدخشان ولايت کې قيد شوي دي .
په بدخشان ولايت کې  داترا  ادارې مسوول نثار حيدري باختر آژانس ته وويل :
په بدخشان ولايت کې  د دغې ادارې دجوړيدو له وخت څخه يوکال تيريږي  چې تراوسه  پورې  دامنيتي ارګانونو په همکارۍ  غيرقانوني او غير اخلاقي انټرنټي سايټونه يې تړلې او غير قانوني سيمکارتونه يې ټول کړي دي .
ده وويل :  له پلورونکو څخه ژمنه اخستل شوې ده هغه سيمکارتونه چې ثبت او راجستر شوي نه دي  بازارته وړاندې نه کړي .
ده زياته کړه :   په دې اداره کې  زموږ همکاران دنده لري چې انټرنټ کلپونه وڅيړي او غير اخلاقي سايټونه وتړي او دسرغړونې په صورت کې ددغو قضيو عاملين امنيتي ارګانونو او څارنوالۍ ته معرفي کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته