امنیت

نهه څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د تلي  دويمه :
نهه څلويښت تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي:
نهه څلويښت تنه وسله وال طالبان دهلمند، فراه، هرات ، لوګر ، ارزګان ، زابل ، بلخ ، بدخشان او دکندز د ولايتونو په مربوطاتوکې دامنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په دغوعملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده وسلې يوه اندازه چاوديدونکي توکي او دوه سوه کيلوګرامه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبر له مخې: ملي پوليسو د وسايطو ضد څلور ماينونه د قندهار، بادغيس او د ننګرهار د ولايتونو په مربوطاتوکې چې د وسله والوطالبانو له خوا ښخ کړى  شوي و؛ کشف او شنډکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته