کابل باختر دوږي نهمه
د پنځو تنو ښځو په ګډون نهه څلويښت تنه بنديان دهيواد د جمهور رييس له فرمان سره سم په پروان ولايت کې له بند څخه ازاد شول .
د پروان ولايت دجيل دلوي مدير سمونوال عبدالمبين رسولي د څرګندونو له مخې ، دغه بنديان دجمهوري رياست له هغه فرمان سره سم چې دهيواد د خپلواکى دبيرته ترلاسه کولو د درې نويمي کاليزي او دنيګمرغه کوچني اختر له امله صادر شوي و له بند څخه ازاد شول .
د رسولي د څرګندونو له مخې ، ازادو شويو کسانو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د ټولنې د سالمو اشخاصو په توګه د هيواد او هيوادوالو په خدمت کې واوسي .
دغه راز دپروان دوالي مرستيال له ازادو شويو کسانو څخه وغوښتل چې نور د خلکو د دښمنانو له خوا ونه غوړيږي او دهيواد په خدمت کې واوسي .
ديادونې وړ ده چې د پروان ولايت په جيل کې د پنځلسو تنو ښځو په ګډون يو دپاسه درې سوه تنه شپې سبا کوي .
0 1 دقیقه لوستل