کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
په قندهار کې ٢٩ وسله وال طالبان د نويو جګړو په بهير کې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار په پنجوايي، ژيرۍ، ارغنداب او ميوند ولسواليو کې رامنځته شوې دي.
د قندهار امنيه قوماندان جنرال تادين خان باختر آژانس ته وويل چې په جګړو کې د پنځو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٢٩ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل چې دغه جګړې د افغان ځواکونو پر امنيتي پوستو او د سپرلۍ پر کاروانونو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته رامنځته شوې.
په جګړو کې د يرغلګرو څو جنګي وسايل او موټرسايکلونه د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوځيانو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د١٦ بمونو او ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
تراوسه د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ج\ ذ
2 1 دقیقه لوستل