امنیت

نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٧
نهه ويشت تنه وسله وال طالبان په تيرو ٢٤ساعتو کې  دامنيتي ځواکونودعملياتو په بهير کې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
امنيتي   ځواکونو  د  ننګرهار ، لوګر، غزني ، خوست او  د هلمند د  ولايتونو    په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل  چې له امله يې درې ويشت تنه وسله وال طالبان  ووژل  شول ، درې  ديرش تنه  يې ټپيان او شپږ تنه نور  يې ونيول شول . ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه  چاوديدونکي توکې او مهمات هم  د  امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي  دي او دغه راز ملي پوليسو دوسايطو ضد ماينونه دقندهار ، ارزګان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته