کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٩
نهه ويشت تنه وسله وال طالبان پرون دملي پوليسو دځواکونو له خوا دهيواد په څوارلسو ولايتونو کې دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې ووژل شول .
دملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونه دننګرهار تخار ،فارياب، کندز، بدخشان، بلخ،زابل،غزني،خوست،پکتيا ،هرات ،فراه ،بادغيس او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول ،اوولس تنه ټپيان او اته تنه نور دملي پوليسو له خوا ونيول شول.
په دغو فعاليتونو کې يوه اندازه جنګي وسايل هم دملي پوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ