کابل/ د ليندۍ ١٢مه/ باختر
نهه وسله وال طالبان نن په سرپل ولايت کې له پوځيانو سره يوځاى شول.
د سرپل د سانچارک ولسوال نقيب الله دقيق باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د سرپل د بلخاب ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال مولوي مهدي مجاهد په ډلې پورې مربوط و چې د محمد صداقت په مشرۍ له خپلو وسلو سره د سانچارک ولسوالۍ په آب کلان سيمه کې له دولتي ځواکونو سره يوځاى شول.
دقيق زياته کړه چې له مولوي مجاهد پرته د هغه ټول افراد دولت ته تسليم شول.
د سانچارک ولسوالۍ يو قومي مشر محمد زمان وايي چې له دولت سره د دغو کسانو پيوستون د سيمې د امنيت په تامين کې مثبته اغېزه کوي.
دغه راز هغه له دولت سره د وسله والو طالبانو د نورو کسانو د پيوستون او د هېواد په آبادولوکې د هغوى د ونډې اخيستنې غوښتنه وکړه.
پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل