امنیت

نهه طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل/دلیندۍ۱۰مه/باختر
نهه دار اچوونکي تېره شپه په فراه کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي باختر آژانس ته وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د فراه د جوين ولسوالۍ په مربوطاتوکې له اتو ډار اچوونکو طالبانو سره ونښتل چې په پايله کې د طالبانو د يوه قوماندان په ګډون ٩ ډار اچوونکي ووژل شول او پنځه نور يې ټپيان شول.
په نښته کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دې اوښتى.
ختم- شکريه -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته