نهه شپېته طالبان په بادغيس کې ووژل شول
کابل / د چنګاښ ۱۷مه / باختر
په بادغيس کې له تېرې شپې راپدېخوا ۶۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ځانګړو عملياتو قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل چې کومانډویانو له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د هوايي ځواکونو په ملاتړ د بادغيس د مرکز په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو پر سيمو عمليات ترسره کړل چې په پايله کې ۶٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٣ نور یې ټپيان شول.
په وژل شويو او ټپيانو کې د وسله والو طالبانو مهم غړي هم شامل دي.
خبرځاى زياته کړه چې عمليات لا هم دوام لري او وسله وال طالبان ډېر ژر له قلعه نوښار څخه شړل کېږي.
ختم-ج-ا