امنیت

نهه شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دلړم  يو ويشتمه :
دهېواد په يوشمير ولايتونوکې پرون دامنيتي ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې نهه شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول 
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .دغه عمليات دخلکو دسراومال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول چې له امله يې د ډار اچوونکو دپوځي  کميسيون درييس  او ددوو تنو سرګروپانو  په ګډون نهه شپيته ډار اچوونکي ووژل شول او ٣٦ تنه ټپيان شول .
دهېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو دغه ګډ عمليات دتوپچي او هوايي قوتونوپه ملاتړ دننګرهار ، کونړ ، غزني ، پکتيکا ، قندهار ، روزګان ، بادغيس ، غور ، فراه ، هرات ، فارياب  ، سرپل ، بغلان ، کندز او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې  دهغوى دپوځي کميسيون رييس ملا حبيب الله او دوه تنه سرګروپان ملا حبيب الله او په سپين بيرغ مشهور ملا سنګين ووژل شول او ددښمن شپږ سراچه ډوله موټرونه هم ويجاړ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته