ښوونه او روزنه

نهه سوه تنو ځوانانو ته د زده کړې د دوام زمينه برابره شوه

کابل باختر دثوردمياشتې ٣١ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت له خوا نهه سوه تنو ځوانانو ته چې دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت دکانکور په آزموينه کې بې نتيجې پاتې دي؛ د زده کړې زمينه برابره شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې:  د ځوانانو د چارو معين  تيمورشاه اسحق زي نن په بېلابېلو تخفيفونو سره د خصوصي لوړه زده کړو له دوو مرکزونو سره تړونونه لاسليک کړل.
د ځوانانو د چارو معين د دغوتړونونو د لاسليک کولو په وخت کې وويل: ددغو تړونونوله مخې د پيام او د علامه د لوړو زده کړو موسسې نهه سوه تنو ځوانانو ته  د زده کړې زمينه برابروي .
ده وويل: د پيام پوهنتون څلورسوه تنو ځوانانو ته په سلوکې د پنځه ويشتو اودغه راز د علامه پوهنتون  پنځه سوه تنو ځوانانو ته په سلوکې د پنځه ديرشو په تخفيف
سره  د زده کړې د دوام زمينه برابروي .
د ځوانانو د چارو معين تيمورشاه اسحق زي د دغو خصوصي پوهنتونونو له مسوولينو څخه قدر داني وکړه او ځوانانو ته يې د دوى د زياتو مرستو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته