دترينکوټ ښار باختردچنګاښ دمياشتې٢٢نيټه :
نهه تنه وسله وال ډار اچوونکي په روزګان ولايت کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانو نن سهار په روزګان ولسوالۍ کې بريد وشو .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې هواي بريد کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د را رسيدلو خًبرونو له مخې: په دغو ډار اچوونکو کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، بريد وشو.
د يوبل خبرله مخې:
امنيتي مامورينو نن سهار د روزګان ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه درې ماينونه کشف او شنډ کړل.
تر اوسه پورې د دغو ماينونو د ښخولو مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى خو سيمه ييز مقامات وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښخولو عامل بولې .
پاى ج ذ