کابل باخترد لړم د مياشتې ١٩ :
په کندزولايت کې نهه تنه ډاراچوونکي پرون په کندز ولايت کې د هېواد دملي ځواکونو په خاصو عملياتو کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دغه ډاراچوونکي دکندز ولايت د چاردرې ولسوالۍ په يتيم کلي کې دملي امنيتي او دفاعي ځواکونوپه خاصو عملياتو کې ووژل شول.
دغه را زپه دغو عملياتو کې څلور تنه ډاراچوونکي ټپيان شول او ددښمن يوه اندازه پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
په خبر کې ويل شوي چې دکندز ولايت په تلوکه ساحه کې ددښمن په چاوديدونکو توکو بار موټر دهوايي ځواکونو په ځپنده ګوزارونه سره له منځه تللى او دقرلق په کلي کې دوه ښخ کړاى شوي ماينونه کشف اوشنډکړاى شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ