کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
نهه تنه پرون مازيګر په سرپل کې ديوفلانکوچ موټر دچپه کېدو له امله ووژل شول .
دسرپل دوالي وياند ذبيح الله اماني باختراژانس ته وويل: دغه فلانکوچ موټر دبلخ له ولايت څخه دسرپل دبلخاب ولسوالۍ په لور روان و ، چې ددغې ولسوالۍ دشيګي غاښې په سيمه کې له واټ څخه ووت او چپه شو .
خبرځاى زياته کړه چې ددغې پېښې په پايله کې دښځو او ماشومانو په گدون ٩ تنه ووژل شول او ٦ تنه نور ټپيان او يوماشوم تراوسه پورې بې درکه دى .
سرچينه زياته کړه : ددغې پېښې درامنځته کېدو علت دموټر زيات ګړنديتوب او دسړک دسور کمښت دى .
ختم_ مدينه- اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ