کابل باختر د زمري اوولسمه
دامنيتي ځوا کونو دعملياتو په بهير کې نهه تنه وسله وال ياغي طالبان ووژل شول او لس تنه نور يي ټپيان شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ د پوليسو ځواکونو په تيرو څلورويشتو ساعتونو کې د ننګرهار ، خوست ، پکتيا او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ عمليات ترسره کړل چې له امله يي نهه تنه وسله وال ياغيان ووژل شول او لس تنه نور يي ونيول شول .
دغه راز ديارلس ماينونه ، دوه کلاشينکوفونه ، يوه مخابره او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم په عملياتو کې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .