کابل باختر دغويي دمياشتې ٩ نيټه :
نهه تنه وسله وال مخالفين پرون دکندز ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باخترآژانس ته وويل ؛ چې دغه وسله وال مخالفين دکندز ولايت د قلعه زال ولسوالۍ دآق تيپه په بازار کې له امنيتي او دفاعي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه چې، په دې جګړه کې ٥ تنه نور وسله وال مخالفين ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو مخالفينو پرون له څو لورو دکندز ولايت په قلعه زال ولسوالۍ بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او د سر د زيان په زغملوسره له ساحې څخه وتښتېدل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ