امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر  دغبرګولي  دريمه :
نهه تنه وسله وال طالبان تيره شپه دملي اردو له ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول
دشمال شرق په زون کې د ٢٠٩ شاهين دقول اردو ددويمې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن غلام حضرت کريمي باختراژانس ته خبر ورکړ دغې جګړې دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ دپل نور محمد خان  اوهجده نهري په ساحو کې ونښتې چې له امله يې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول
ديوه اړونده خبرځاى دخبر له مخې ددغو نښتو په بهير کې  دملي اردو دوه تنه سرتيري  هم ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته