امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په کاپيسا ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې  لومړى :
نهه تنه وسله وال طالبان په کاپيسا ولايت کې دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته خبرورکړ. دملي اردو ځواکونو دسيمې دپاکولو او دتروريستو طالبانو دځپلو په مقصد دکاپيسا ولايت دتګاب او داله ساى دولسواليو په مربوطاتو کې دپيروز ٢٦ په نامه  چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول اته تنه ټپيان او يوشمير نور يې ونيول شول .
  په دغو عملياتو کې دوسايطو ضد اووه ماينونه  يوه اندازه وسلې او ددرندو وسلو مهمات او پوځي تجهيزات  هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، دوسله والو طالبانو يو قوماندان چې  دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ناامنيو او تروريستي فعاليتونوکې رول درلود دملي اردو دځواکونو له خوا له وسلې او يوموټرسايکل سره يې ونيول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته