امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په هوايي بريد کې ووژل شول

کابل باختر د وري دمياشتې ٢ :
د وسله والو طالبانو دډلې  پنځه تنه غړي   په هلمند ولايت کې  دهوايي بريد په بهيرکې  ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو پرون ناوخته کله چې دنادعلي ولسوالۍ دسيستاني په کلي کې  په تروريستي فعاليتونو بوخت و ، دهوايي ځواکونوله خوا پرې بريد وشو.
دملي دفاع وزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره دغه هوايي بريد تائيدوي او  وايي
چې په  هغه کې  پنځه تنه وسله وال ط البان ووژل شول او  دوه تنه نوريې ټپيان شول.
ويل کيږي په دې هوايي بريد کې  دسيمې اوسيدونکو زيان نه دى اوښتى.
خبرپاڼه زياتوي ؛  چې دملي اردو ځواکونه به د نورو امنيتي ځواکونو ترڅنګ  په هېواد کې د داعش او د وسله والوطالبانو پرسنګرونو خپلو هوايي او توپچي بريدونو ته دوام ورکړي.
په يوه بل خبر کې ويل شوي دي ؛  دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو په يوه پټنځي دهوايي ځواکونو په بريدکې دوسله والوطالبانو څلور تنه غړي  ووژل شول.
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته