امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٦
نهه تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې د نويو نښتو له امله ووژل شول.
په دغو طالبانو نن سهار د افغان پوله ساتوونکو له خوا هغه وخت بريد وشو چې د ډيورنډ کرښې آخوا د ډار اچوونکو بريدونو د ترسره کولو لپاره نورستان ته ننوتي وو.
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: په يرغلګروکله چې نوي د ډيورنډ کرښې آخوا د نورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې صفري سيمې ته ننوتل؛ د پوله ساتوونکو له خوا بريد وشو.
ويل کيږي؛ په دې پيښه کې سرتيرو او د کلي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته