کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره په جګړو کې ووژل شول
دغه جګړې تيره شپه دسره رود او دخوږياڼيو په ولسواليو کې دطالبانوپه مرکزونو دملي امنيت دځانګړو ځواکونو له بريد وروسته ونښتې .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دې بريدونوکې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
درارسيدلو خبرونوله مخې ، دغه وسله وال طالبان په خپلو مرکزونوکې دډار اچوونکوبريدونو په طرحه کولو بوخت و چې پرې بريدونه وشول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي ځواکونو نن سهار دننګرهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو اوسيمو څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
دننګرهار ولايت درسنيو دفتر وايي چې ددغو ماينونو په کشفولو سره په دغه ولايت کې په ملکي وګړو ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
ختم- ج _ اکرم