نهه تنه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٢
نهه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دغه عمليات پرون دپنجوايي ولسوالۍ په زنګ آباد سيمه کې دوسله والو طالبانو په يو پټنځاى ترسره شول.
دقندهار د والي د ويندوى جاويد فيصل باختر آژانس ته وويل : د دغو عملياتو
په بهير کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دفيصل دڅرګندونو له مخې : دغه عمليات په هغوطالبانو ترسره شول چې په دې وروستيو وختو کې په دغه سيمه کې دامنيت د ګډوډولو سبب شوي و .
ويل کيږي : په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو په لسګونو جنګي وسايل او څلور موټر سايکلونه هم ترلاسه شوي دي .
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهير کې افغان ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى.