امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل باختر د وږي  پنځمه
نهه  تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې   له پوځيانوسره  په  جګړه   کې ووژل شول.
په دغو طالبانو تيره شپه هغه وخت په ميوند  ولسوالۍ کې چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه  تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل دغه طالبان  په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و چې پرې بريد وشو .
ويل کېږي په دې جګړه کې سرتيرو او د  سيمې اوسيدونکو ته  زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو په قندهار ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
ديوبل خبرله مخې ،  امنيتي مامورينو  نن سهار د قندهار ولايت  له ګڼ ميشتو لارو څخه  څلور ماينونه کشف اوشنډ کړل .
تراوسه پورې ددغه ماين  ښخووني په تورڅوګ نه دي نيول شوي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته