کابل باختر دکب نولسمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړې نن د ژيړي او سپين بولدک په ولسواليوکې رامنځته شوې .
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو جګړوکې د وسله والوطالبانو د ډلې د دوو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دغه جګړې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان او په يوه امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو له يرغل وروسته ونښتې.
ويل کيږي په دغو جګړوکې سرتيرو او ملکي وګړوته د سر زيان نه دى اوښتى .
د يوبل خبرله مخې:
د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو دوه ډيپوګانې په قندهار ولايت کې کشف او ترلاسه شوې .
د دغه ولايت يو پوځي قوماندان وايي چې د وسله والو طالبانو دغه ډيپوګانې د ارغنداب ولسوالۍ په شاوخواسيموکې ساتل کيدې .
له دغو ډيپوګانوڅخه سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي .
1 1 دقیقه لوستل