کابل باختر دزمري نهه ويشتمه :
په زابل ولايت کې ديوه هوايي بريد له امله نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار په شاجوي ولسوالۍ کې ددوى په پټنځي کې هوايي بريد وشو اوووژل شول .
دزابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر غلام جيلاني فراهي باختراژانس ته وويل په دې هوايي بريد کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه هوايي بريد دهېواد دهوايي قواوو له خوا ترسره شوى دى ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ