نهه تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې ووژل شول .
کابل باختر د وږي پنځمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه نن سهار په شاه جوي ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو دوسله والو طالبانو دسپرلۍ په کاروان ډزې وکړې .
په زابل ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې دغه تروريستان دپوځيانو له کمين سره مخامخ شول .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .