نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
کابل باختردوري پنځمه :
نهه تنه وسله وال طالبان پرون دکندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ په اقتاش کلي کې د هوايي بريد په ترڅ کې ووژل شول .
جمشيدي زياته کړه چې په دغو هوايي بريدونوکې د يوه تاجکستانى طالب په ګډون اووه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي او دهغوى يوسراچه موټر دوه قرارګاوې او دوه سنګرونه هم دړې وړې شوي دي . ختم- ج _ اکرم