امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې ١٠:
د ننګرهار د هوايي ډګر دخاصې قطعې  موظفينو  دمهمنددرې ولسوالۍ  دباور غندي     په ساحه کې نهه تنه وسله وال  مخالفين ووژل  اويو تن بل  يې ونيوه
دننګرهار ولايت  دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال حضرت حسين  مشرقيوال دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  دننګرهار دهوايي ډګر دخاصې قطعې موظفينو دمهمنددرې ولسوالۍ دباور غندي  په ساحه کې  عمليات ترسره کړل  چې په بهيرکې يې  نهه تنه وسله وال  مخالفين ووژل شول او يو تن بل يې ونيول شو.
په دغو عملياتو کې دوسله والو مخالفينو دوه آر –پي- جې  توغندي ويشتوونکي ، يوه پيکا ، شپږ کلاشينکوفونه ،  شپږ تومانچې ، د توغندي شل ماينونه ، دپيکا دوه زره ګولۍ  ، دکلاشينکوف زر  ګولۍ او دوه  مخابرې  له منځه وړل شوي دي.
خبرځاى زياته کړه ؛ د هسکې مينې ولسوالۍ  امنيتي موظفينو دګزمې په وخت کې  دداعش  يوشميرافراد نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته