امنیت

نهه تنه ماين ښخوونکي ووژل شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٧
اووه تنه ماين ښخوونکي پرون په هلمند ولايت کې د پوليسو له ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبر ورکړ: دغو ماين ښخوونکي کله يې چې غوښتل د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ د لارې په اوږدوکې ماينونه ښخ کړي؛ دپوليسو دځواکونو له خوا وپيژندل شول او جګړه ونښته او له امله يې ووژل شول .
په دې جګړه کې د پوليسو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او پنځه ماينونه هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې: دوه تنه نورو ماين ښخوونکي کله يې چې غوښتل د هلمند ولايت د نهر سراج ولسوالۍ د شاخ الکوزي په سيمه کې ماين ښخ کړي؛ د ماين د چاودنې له امله ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته