کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
نهه تنه طالبان تيره شپه په لوګر ولايت کې په چاوديدونکو توکو بار موټر دچاودنې له امله ووژل شول او څلور تنه ملکي وګړى شهيدان شول .
د لوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالولى توپان باختر آژانس ته وويل : دغه موټر دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند دبابوسو دنيازي په سيمه کې وچاوديد چې له امله يى نهه تنه وسله وال طالبان چې زياتره يې پاکستانيان ووژل شول .
ده زياته کړه وسله والو طالبانو غوښتل په چاوديدونکو توکو بار دغه موټر د پل علم ښار ته وليږدوي چې هدف ته له رسيدو مخکې په خپله دوې د هغه ښکار شول.
خبرځاى زياته کړه په دې پيښه کې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه ملکي وګړى هم شهيدان شول.
ديوبل خبرله مخې :
په چاوديدونکو توکو بار يو موټر پرون د ميدان وردګو ولايت د سيد آباد په ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو له خوا وپيژندل شو .
دميدان وردګو دوالي ويندوى عطالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل : په دغه موټر کې سل کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ځاى پرځاى شوي وو چې دپوليسو
له خوا کشف شول .
ديوبل خبرله مخې : دوه تنه وسله وال طالبان د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې دپوليسو له خوا ونيول شول .
دميدان وردګو دوالي ويندوى عطالله خوږياڼي وويل دغه طالبا ن دنرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو د عملياتو په بهير کې ونيول شول.
1 1 دقیقه لوستل