سرپل باختر دزمري دمياشتې ١٤ :
نهه تنه وسله وال طالبان تېر ماښام د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې ووژل شول.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ډار اچوونکي هغه وخت ووژل شول چې د صياد ولسوالۍ د ميرزا ولنګ په سيمه کې له دريو استقامتونو بريد وکړ.
اماني زياته کړه: د دغې نښتې له امله نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ويل کيږي، دجګړې په بهيرکې يو سيمه ييز پوليس هم شهيد شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ