امنیت

نهه تنه د انسان تښتونې په تور ونيول شول

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
دسرپل ولايت پوليسو نهه تنه د انسان تښتونې په تور ونيول .
  پرون مازيګر دسرپل ولايت درحماني دعالي دارالعلوم دمدرسې مسوول دعالمانو شورا او دسولې دشورا دغړي  مولوي عتيق الله  دتښتونې دقضيې په اړوند دکشفي ارګانونو او دپوليسو له خوا نهه تنه ونيول شول .
دسرپل  والي محمد ظاهر وحدت دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند په علي زي  کلي کې ونيول شول چې  په دوى  کې دسرپل  شبرغان  د لويي لارې قوماندان سمونيار ضيا الحق اسحق زى دده دساتوونکو او دسپرلۍ  دموټر چلوونکي  په ګډون  پنځه تنه ملګري يې هم شامل دي .
دسرپل والي زياته کړه چې نهه ورځې مخکې مولوي عتيق الله له دوو تنو ساتوونکو  او دسپرلۍ له موټر چلوونکي سره دناپيژاندو  وسله والو کسانو له خوا دسرپل  شبرغان په لاره کې تښتول شوي و .
دده دڅرګندونوله مخې : امنيتي ځواکونو ددغې پيښې په اړوند نهه تنه نيولي دي خو لاتراوسه پورې دمولوي عتيق الله دبرخليک خبر نه دى ترلاسه شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته