نهه تنه بنديان آزاد شول
کابل باخترد ثور دمياشتې ١٨ :
دسمنګانو ولايت له جيل څخه نن نهه تنه بنديان آزادشول.
دغه بنديان د ثور د اتمې، د مجاهدينو د برياليتوب د کاليزې له امله د هيواد د جمهور رئيس له فرمان سره سم له بند څخه آزاد شول.
دسمنګانو ولايت د استيناف څارنوالى غړى او د بنديانو دبند د مودې د بخښنې او تخفيف د کميسيون غړى موسى خان باخترآژانس ته وويل: د بنديانو د نسبتي دوسيو له څيړنې وروسته ديوې ښځې په ګډون، نهه تنه بنديان له بندڅخه آزاد شول او د اويا تنو نورو بنديانو د بند په موده کې تخفيف را غلى دى.
دسمنګانو ولايت دجيل د لوى مدير سمونوال محمد داوود حيدر دڅرګندونو له مخې: همدا اوس دوه سوه نوي تنه بنديان دسمنګانو په جيل کې شپې سباکوي چې ديارلس تنه يې ښځې دي.