امنیت

نهه تروريستان په ننګرهار کې د دوى ماين جوړولو په فابريکه کې په چاودنه کې ووژل شول .

کابل / دچنګاښ ٢٧مه /باختر:
په ننګرهار کې د لښګر اسلام دتروريستي ډلې د ماين جوړولو په فابريکه کې د چاودنې له امله ٩ تروريستان ووژل شول.
د رارسيدلو خبرونوله مخې ؛ چاودنه پرون  ناوخته ټيک هغه وخت رامنځته شوه چې ډار اچوونکي د ماين په جوړولو بوخت و . 
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر اژانس ته وويل: چې په دې چاودنه کې د لښکر اسلام  د تروريستي ډلې ٩ تنه تروريستان ووژل شول .
هغه تاييد کړه چې دغه ډار اچوونکي د ماين په جوړولوبوخت و، چې يو ماين وچاوديد. 
د لښکر اسلام د تروريستي ډلې  اصلي  مرکز په پاکستان کې دى.
دغه ډله په افغانستان او د هند تر ادارې لاندې کشمير کې د لسګونو ډار اچوونکو برېدونو کې د لاس لرلو په دليل د ملګروملتود سازمان امنيت شورا له خوا د يو ډار اچوونکي ډلې په توګه پېژندل شوى دى.
د هېواد په ختيځ کې امنيتي مقامات وايي: د لښکراسلام تروريستي ډله زياتره د طالبانو له ډلې سره په افغانستان کې يوځاى په ډار اچوونکو برېدونولاس پورې کوي .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته